پوښتنی او ځوابونه
پدی برخه کښی تاسی هغی پوښتنی چی په مکرره ټوګه باندی مطرح کیږي ګورۍ . د هر یو د ځواب د لیدلو لپاره په هغی باندی کلیک وکړۍ.

1. آیا کولای شم خپل اعلان تجدید او یا یی له منځه یوسم ؟

هو، کله چی ستاسی اعلان نشر شو ، زمونږ له خوا تاسوته د تائید لپاره یو بریښنالیک لیږل کیږي. تاسو کولای شۍ دهغه بریښنالیک پواسطه خپل اعلان تجدید او یا یی له منځه یوسۍ.

2. که چیري ماخپل اعلان په غیر ارادی توګه باندی له منځه یوړ، څه باید وکړم چی بیا په امتعه کښی خپور شي ؟

پس لدی چي خپل اعلان مو لمنځه یوړ، تاسو ته یو بریښنالیک لیږل کیږي، که چیري هغه بریښنالیک مونږ ته دوه ورځو په دننه بیرته راواستوۍ نو ستاسواعلان بیرته خپریږی. که نه نو کولای شۍ خپل اعلان له سره د خپریدو لپاره راولیږۍ.

3. داعلان شوی جنس د پلورلونه وروسته څه باید وکړم چی خلک راته زنګونه ونه وهی؟

تاسو کولای شۍ چی زمونږ له خوا تاسو ته د استول شوۍ بریښنالیک پواسطه خپل اعلان له منځه یوسۍ.

4. کوم اعلان چه ما ثبت کړۍ وو نشرنه شو, علت یی څه دی ؟

هغه اعلانونه چی د امتعه د پالیسي سره برابره نه وی یا د تلیفونی پیغام ( اس ام اس ) پواسطه تائید شوی نوی د نشر څخه پاتی کیږي.

5. دڅومره مودی لپاره زما اعلان په امتعه کښی خپریږي؟

ټول اعلانونه د دوه میاشتو لپاره په امتعه کښی خپریږی. تاسو کولای شۍ چی خپل اعلان پخپله د دوه میاشتو په دننه تمدید کړۍ د هغه بریښنالیک پواسطه چی زمونږ لخوا تاسوته استول کیږی.

6. څرنګه کولاۍ شم خپل اعلان تائید کړم ؟

دهغه ټلیفون پواسطه دکومی چی شمیره مو په اعلان کی درج کړی دی مونږ ته تلیفونی پیغام (اس ام اس) راولیږۍ. خپل او یا د اعلان نوم په پیغام کی ولیکۍ او لاندنۍ شیمری ته راولیږۍ: 0778207782